AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۵ ۲۰:۵۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85670883
T T
۰ Persons

Tags

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت کرنیزې پروژې پلي کوي

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي څانګې مشر په افغانستان کې په راتلونکي کال کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د کرنیزو پروژو د پلي کېدو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ تخنیکي غونډه د اروپايي ټولنې له اقتصادي رییس هین سین او د دغې ټولنې د کرنې له کارپوه سارا سره د کرنې په وزارت کې دائره شوه.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د هغو بشرپالو پروژو د تطبيق په اړه، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې پلې شوې دي خبرې اترې وکړې. د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په دې برخه کې د اروپايي ټولنې د هڅو قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د کرنې د ودې په لاره کې به د دواړو لورو ترمنځ همکارۍ دوام ولري.

 په دې غونډه کې دغه راز وویل شوه، چې د کندهار، هلمند او بادغیس په ولایتونو کې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې پروژې پلې کېږي دغه راز په ۲۰۲۵ کال کې د څه دپاسه سل میلیونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو کرنیزو پروژو د تطبیق په اړه هم خبرې اترې وشوې.

 د ایزنا د خبر له مخې، په افغانستان کې د کرنې سکتور لا هم په دودیز ډول کرل کیږي ځکه چې شاوخوا ٧٠ سلنه افغانان په کلیو کې ژوند کوي.
 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .